به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د توروم په مهارولو کې د پولي سياستونو رول

سال

: 2021.01.05

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 3000

تعداد صفات

: 110

کد فایل

: 826

مقطع

: ماستری

 مقدمه: توروم یا انفلاسیون د اقتصاد د مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې عبارت دی د قېمتونو د لوړېدو څخه چې بلاخره د پېرلو قدرت راټیټوي. انفلاسیون په عمومې ډول په قېمتونو کې د دوامداره زیاتوالي په توګه تعریف شوی دی. د قېمتونو زیاتوالی باید دوامداره وي له دې کبله د پیسو یو ځلي او فوري زیاتوالی انفلاسیون نه دی البته که چېرته د ټولو جنسونو قېمتونه راولوېږي او د زیاتو اجناسو قېمتونو زیاتوالي داسې معنی ورکوي چې د نرخونو اوسط په یوه لوړه سطحه کې قرار نيسي. د قېمتونو زیاتوالی داسې معنی ورکوي چې په عین اندازه پیسو لږه اندازه اجناس پېرودل کېږي یا په بله وینا د خرید د قدرت کموالی د انفلاسیون یوه نښه ده. په ساده ژبه انفلاسیون په یوه ټاکلې موده کې د توکو او خدمتونو د بیو ټولیز لوړوالی را پېژني، مصرفي محصولاتي او خدمتونه لکه موټر، وچه ډوډۍ، کالي، سون توکي او داسې نور ورځ تر بلې ګرانېږي، په روښانه توګه ویلای شو چې دغه حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې د پیسو ارزښت کم شي او د ارزښت دغه کموالی د پیسو د پېر ځواک (د رانیولو وړتیا ) کموي چې معمولآ لامل یې د ډېرو پیسو شتون په ګوته کوي، یعنې کله چې په مارکیټ کې د توکو او خدمتونو په پرتله پیسې ډېرې شي نو دبیو د لوړوالي باعث کېږي، د بیو دغه لوړوالی او د پیسو د ارزښت کمښت ته انفلاسیون وایي. دپاړسوب په هکله اقتصاد پوهانو تراوسه پوري داسې کوم معیاري تعریف نه دی وړاندې کړی چې ټول اقتصاد پوهان دې پرې یوه خوله وي. د اقتصاد پوهانو د پیسو د پاړسوب او انفلاسیون په اړوند په سلګونو تعریفونه وړاندې کړي دي؛ خو په پایله کې دانفلاسیون دوه دودیز لاملونه چې په لومړۍ مرحله کې د پیسو بې انډوله تولید او په دویمه مرحله کې د بیو لوړوالی چې د لومړۍ مرحلې زېږنده بلل کېږي دپام وړ ټکي دي. له بلې خوا د یو هېواد اقتصادي سیاستونه د مختلفو سیاستونو مجموعې ته ویل کېږي چې د پیسو سیاست (Monetary Policy)، مالي سیاست (Fiscal Policy)، د عاید سیاست (Income Policy)، د سوداګرۍ سیاست (Trade Policy)، د اسعارو سیاست (Currency Policy) باندې مشتمل کېږي. دغه هر یو سیاست یا پالېسي ځانګړې موخې لري تر څو ټولنه خپلو اقتصادي موخو یعنې اقتصادي وده (Economic Growth)، اقتصادي پراختیا (Economic Development)، او ټولنیزه رفاه (Social Welfare)  ته ورسېږي. د پیسو سیاست د مرکزي بانک (Central Bank)  د تدابیرو هغې مجموعې ته وايي چې د پیسو حجم (Volume of Money)  یا نغدي والي (Liquidity) کې تغیر(Changes) د اقتصادي اوضاع تثبیت (Stabilization) لپاره راولي. دغه اقتصادي سیاستونه د مرکزي بانک لخوا پلي کېږي  چې په افغانستان کې زموږ مرکزی بانک د افغانستان بانک (D. A. B) نومېږي. د پیسو او مالي سیاستونو ته په عمومي توګه د تقاضا د مدیریت سیاستونه (Demand Management Policies)  ویل کېږي دا ځکه چې دغه سیاستونه د تقاضا کنټرول (Control)  او مدیریت څخه بحث کوي. یا په بل عبارت د پیسو سیاست هغه سیاست ته ویل کېږي چې سیاسي وسیلو (Instruments)  کې توپیر د پيسو عرضه (Money Supply) د فشار لاندې راستولو لپاره کارول کېږي چې موخه یې اقتصادي بحران (Economic Depression)، د پیسو پاړسوب (Inflation)  او اقتصادي توپیرونو (Economic Fluctuations) سره مقابله ده ترڅو دوامداره اقتصادي پراختیا (Continuous Economic Development)  او با ثباته، موثره اقتصادي وده (Stable and Efficient Economic Growth) ترلاسه شي. دغه تعریف په دي معنی دی چې کله انفلاسیون منځته راځي مرکزي بانک د پیسو حجم لږوي. کله چې د پیسو حجم لږ شي د ربا نرخ (Rate of Interest)  لوړېږي او خلک نه شي کولای  بانکي قرضې (Bank Loans) په سادګۍ سره ترلاسه کړي. ځکه کله چې د بانکي ربا نرخ لوړ شي د بانکي قرضې لپاره د خلکو تقاضا غورځېږي. همدغه راز کله چې اقتصادي بحران (Depression) منځته راځي مرکزي بانک د نورو سیاستونه سره سره د پیسو حجم زیاتوي چې پایله یې د اقتصادي بحران نه خلاصون دی. د پیسو سیاست په هکله داسې هم ویلای شو چې ګوندې د پیسو سیاست له هغه مالي فعالیتونو څخه عبارت دی کوم چې د یو هېواد د مرکزي بانک لخوا اداره او کنټرولېږي لکه د پیسو برابرول (Issuing Money)، د پیسو موجودول (Valuation of Money)، د اسعارو د تبادلې نرخ یا ارزښت ټاکل (Fixing Currency Rate)، د پیسو ګټه (Money Surplus)  او داسې نورې اړوندې دندې ترڅو مرکزي بانک وکولای شي چې اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او مروجې پیسې د هېواد په اقتصادي چارو کې په ثابته توګه وکاروي. د پیسو سیاست ډېرې موخې لري خورا مهمې یې دوې دي: لومړۍ اصلي موخه د پیسو د سیاست داده چې مرکزي بانک هره ورځ باید څومره ملي پیسي خپل مالي بازار ته وړاندې کړي ترڅو د خپلو پېرېدونکو غوښتنې پوره کړي. دوهم اصلي مقصد د پیسو د سیاست دا دی چې په یو هېواد کې د هر ډول توکو نرخ ثابت وساتي ترڅو د لوړو نرخونو مخه ونیول شي او خلک له اقتصادي او مالي ستونزو نه وژغورل شي.

.

 فهرست

عنوان               صفحه

سریزه    1

د مسئلې روښانتیا         3

د څېړنې اهمیت او اړتیا 5

د څېړنې موخې 6

د څېړني پوښتنې          6

د څېړنې ډول    7

د څېړنې مواد او د کار ډول:        7

د څېړنې مخینه 7

انفلاسیون         9

د انفلاسيون په هکله د پوليانو نظريات     17

د انفلاسيون تقريبي علتونه         17

د انــفلاسيون اغېزې      24

د انفلاسيون د اندازه ګيرۍ واحدونه        27

د انفلاسيون د له منځه وړلو سياستونه     45

د شديد انفلاسيون د څارنې لارې            50

پولي سیاست یا د پيسو سیاست (Monetary Policy)      58

د څېړنې په پایله کې لاسته راغلې موندنې           65

د څېړنې موندنې            91

مناقشه  93

نتیجه ګیري      96

غوښتنې            100

اخذلیکونه         101

ماخذ و منابع

1.     اسد، محمد نعیم و شبان، محمد انور. (۱۳۷۳). امکانات استفاده از تیوری و سیاست پولی و بانکداری در افغانستان، بن آلمان، رتلج فلادلفیا، آیالات متحده امریکا.

2.     اداره مرکزی احصائیه. (۱۳۹۴). سالنامه احصائیوی. کابل: مطبعه احصائیه مرکزی.

3.     اداره مرکزی احصائیه. (۱۳۹۱). کلنی احصائیه، کابل: مطبعه احصائیه مرکزی.

4.     احمد علی، یوسفی. (1381). ربا و توروم. تهران. موسسه فرهنگی دانش و اندیشة معاصر.

5.     یضایی، سید ابراهیم. (۱۳۷۳). اقتصاد پولی، انتشارات دانشگاه هوایی، تهران.

6.     تروی ئیک ، ج.ا.) 13۸2(. توروم. مترجم. حسین، عظیمی و حمید رضا، غفار زاده. تهران. موسسه انتشارات امیر کبیر.

7.     حقیقت، جعفر. (۱۳۷۹). تحلیل کارایی ابزارهای بانک مرکزی برای کنترول حجم پول و توروم، مؤسسه تحقیقات پولی و بانکی، تهران.

8.     حیدری، رحمت الله. (1388). مهار ساختن نرخ توروم پولی توسط د افغانستان بانک، مجله د افغانستان بانک، جلد سی و دوم، کابل.

9.     داکتر باقر، قدیری اصلی. ( ۱۳۷۹). کلیات علم اقتصاد. تهران. خیابان انقلاب. موسسه بروجردی. چاپ هشتم.

10.            داکتر یوسف، فرجی. (۱۳۸۳). پول، ارز و بانکداری. تهران. انتشارات چاپ ونشر بازرگانی وابسته به موسسه مطالعات و پژوهشهای بازرگانی. چاپ ششم.

11.            داکتر فرخ، قبادی و داکتر فریبرز، رئیسی دانا. پول و توروم. تهران. انتشارات پیشبرد. سال 1368.

12.            د افغانستان بانک. (۱۳۹۲).کلنې راپور، کابل.

13.            د افغانستان بانک. (۱۳۹۱). کلنی راپور.

14.            د افغانستان بانک. (۱۳۹۲). کلنی راپور.

15.            د افغانستان بانک. (۱۳۹۵). آمریت عمومی سیاست پولی. کابل.

16.            شکیب، میر احمد. (1392). اقتصاد دان سیاست های پولی، بانک مرکزی، کابل

17.            علمیار، رایت. (1389). په افغانستان کی د تبادلی د نرخ رژیم، مجله د افغانستان بانک، جلد سی و هشتم، کابل.

18.            غرجستانی، محمد توسلی. (۱۳۹۳). الگوی بانکداری اسلامی برای  افغانستان، انتشارات دانشگاه ابن سینا، کابل.

19.            فراهانی فرد، سعید. (۱۳۷۸). سیاست های پولی در بانکداری بدون ربا، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، قم، ایران.

20.            فهمی، محمد نجیم. (1388). و نرخ ارز و تاثیرات آن بالای صادرات، مجله د افغانستان بانک، جلد بیست و دوم ،کابل.

21.            فرجی ،  یوسف .) 1383). پول، ارز و بانکداری. تهران. شرکت چاپ و نشر بازرگانی..

22.            قبادی ، فرخ و رئیسی دانا،  فریبرز. ( 13۷8). پول و توروم. تهران. انتشارات پیشبرد

23.            قدیری اصلی ، باقر). 1379(. کلیات علم اقتصاد. تهران. خیابان انقلاب. موسسه بروجردی.

24.            کوستر. (۱۳۸۸). اقتصاد پولی، مترجم: احمد جاوید شعیبی، انتشارات سعید، کابل.

25.            هاشمی دیزج، عبدالرحیم. (۱۳۹۱). سیاست های پولی و مالی، ناشر: سازمان انتشارات جهاد دانشگاهی، تهران.

 

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059